ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال او په کابل کې د سعودي عربستان سفير لیدنه؛ په دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د سعودي عربستان سفير فيصل بن طلق البقمي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې فيصل بن طلق د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړيکو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي، سعودي عربستان او افغانستان د دوو مسلمانو او دوستو هېوادونو په توګه په سياسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې پخوانۍ اړيکي لري او دوی هڅه کوي په راتلونکې کې دغه اړيکې نورې هم پراخې او تر پخوا لا زياتې پياوړې شي.

د سعودي عربستان سفير همداراز ویلي، دغه هېواد تل په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ کړې او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته دغه مرستې دوام لري او په راتلونکې کې به هم له افغانانو او په ځانګړي ډول کډوالو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

فيصل بن طلق د نشه يي توکو، ثبات، امنيت او ګڼو نورو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په ډېره ښه کچه کې دي، خو د دواړو هېوادونو ظرفيت ته په کتو کېدای شي دغه اړيکي لا زياتې شي او د سعودي عربستان دولت اسلامي امارت سره د اړيکو زياتېدو او پراختيا هرکلی کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير فيصل بن طلق سره په لیدنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، سعودي عربستان په نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ کې مهم او اغېزناک هېواد دی او اسلامي امارت د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا هرکلی کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز حاجيانو ته د خدمتونو وړاندې کولو پروسې او په بېلا بېلو وختونو کې له افغانانو سره د دې هېواد د دولت له لوري د مرستو ستاينه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په تاريخي، اقتصادي، فرهنګي او ديني برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته په پام هڅه کوي، ترڅو په راتلونکې کې دغه اړيکې لا زياتې پراخې شي.