ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۵/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۱/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د ترخم له لارې ۵۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۸۵ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱٦۸ تنه و، کونړ، ګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۵۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۴۵۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې نهه کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۸۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د سپین بولدک له لارې ۷۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، کابل او پکتیکا ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په تخته پل کمپ کې له ۷۵ کورنیو سره ټولې ۶۲۲ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۱۱۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۵۰۳ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴٦۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۲۴۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې  ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱۰۶۵ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  له ۱۸ کورنیو سره ټولې ۱۳۰ زره مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې په تېرو دوه ورځو کې ۲۲۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته  بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۶ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په اسلام کلا بندر کې له ۸۶ کورنیو سره ۶۴۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ د هرات په اسلام کلا کې ۱۲۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۳۲۰ کورنۍ، ۱۱۸۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۴۲ کورنۍ، ۲۱۰ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۳۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۴۷۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۷۹ عدده