د غزې د رسنیو دفتر عمومی رییس اسماعیل التاوابتا د الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې صهیونیستي عسکر په یوه پلان شوي وسلوال برید کې د لسګونه فلسطینیانو په شهیدانولو تورن کړي.
التاوابتا د یادې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي؛ “اسرائیلي عسکرو زرګونه بېګناه فلسطینیان د غزې له ختیځ څخه د یاد ښار لویدیځ او جنوب ته لیږدولي او یادې سیمې ته په رسېدو سره یې پرې وسلوال برید کړی.”
التاوابتا ویلي، چې تر اوسه د ژغورنې د ډلو له لوري په تل الهوا سیمه کې د ۷۰ شهیدانو جسدونه موندل شوي او ۵۰ تنه نادرکه دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک دغه ټول وژنه غندلې او ویلي يي دي، دغه پېښه د ملکي او بېګناه وګړو د شهیدانولو او ټپي کولو یوه بله زړهبوږنونکي بېلګه ده.

