د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي بېلابېلو ولايتونو د بشري سرچینو له يو شمېر ریيسانو او امرينو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو مسولینو د خپلو فعالیتونو او کړنو او همداراز په ولايتونو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي په اړه راپور ورکړی.
هغوی ویلي، چې د بشري سرچینو ادارې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ګمارنې مهمې مرجع په توګه د سوانحو ارزونې، تفتيش، د ظرفيتونو لوړولو برنامو او د ملکي خدمتونو کارکوونکو د حاضري چارو په څېر مهمې دندی پر غاړه لري او مسوؤلين شپه او ورځ د مراجعينو په خدمت کې دي.
یادو مسولینو زیاته کړې؛ دې ته په پام چې د دغو ادارو کاري حجم زيات دی، خو د بشري سرچینو ادارو مسولين په شفاف ډول د ګمارنې پروسې عملي کولو او په ټولو بستونو کې د وړ کسانو ځای پر ځای کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې کړنې ستايلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت د تحکیم او پياوړتيا لپاره د مسولينو بېدرېغه هڅې اړينې او حتمي دي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت رهبري به مسولينو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو او د ادارو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

