د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمیسیون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې پر منقول او غيرې منقول توکو، په ۳۳ ولایتونو کې د لغوه شوو ادارو د ولايتي واحدونو د کارکوونکو سرنوشت او معاشونو، د کندهار ولايت د دارالتاديب اړوند مسایلو، د پوهنې او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو، اداري اصلاحاتو او تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اړوندو روزنيزو مسايلو د يادو ادارو د مسلکي او تخنيکي غړو په حضور کې بحث شوی او په هر اړخيز ډول ارزول شوې دي.
دغه راز د جمهوريت روغتون د اصلاحاتو اړوند د ترميماتو، تدارکاتو او ګمارنې کمېټو راپورونه د عامې روغتيا وزارت اړوند د اداري کمیسيون له لوري ګمارل شوو مسوولينو وړاندې شول.
د یادې غونډې په پای کې د اړوند موضوعاتو په اړه اړین تصميمونه نيول شوي دي.

