ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د هلمند له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ له قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مشرانو ویلي، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هېواد په کچه د لویو بدبختو لمن ټوله شوې او له کلونو وروسته د هلمندیانو په ګډون ټولو افغانانو د ارام ساه اخیستې ده.

د دوی په وینا؛ د امنیت په ټينګښت سره د بيارغونې لپاره غوره فرصت برابر شوی او له همدې امله د موسی کلا ولسونه له حکومت څخه په دې ولسوالۍ کې خلکو ته د اوبو برابرولو لپاره د بند جوړولو غوښتنه لري.

یادو مشرانو همداراز د لښکرګاه-موسی کلا ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک د بيارغاونې او دغلته خلکو ته د روغتونونو فعالولو غوښتنې هم مطرح کړې دي.

مولوي عبدالکبیر دغو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د هلمند ولسونو د جهاد په کلونو کې سخته مبارزه کړې، شهیدان یې ورکړي او سختۍ یې زغملې او اسلامي امارت د دغو قربانيانو قدرداني کوي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زياته کړې، چې هلمند تر بل هر ځای ډېر کار او پراختیایي پروژو ته اړتيا لري او په ځانګړې توګه د روغتيا، څښاک پاکو اوبو او سړکونو جوړولو په اړه به اړوندو ادارو سره د دوی غوښتنې شريکې کړي.