ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زمري ۲۴مه (د فتحې ورځ)؛ امریکايي اشغال پای ته ورسېد او هېواد مو خپلواک شو

د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده، چې امریکايي اشغال پای ته پکې ورسېد او په تابوت یې وروستي میخونه ووهل شول. دا ورځ د افغانانو په تاریخ کې یوه زرینه او د اشغالګرو لپاره د عبرت ورځ ده.

افغانان په دې ورځ د خپلواکۍ لوی ارمان ته ورسېدل او د هېواد ټول قومونه په یوه ټغر سره راټول او خپلواک شول.

خپلواکي د الله ج یو لوی نعمت او د هېوادونو د پرمختګ اساس دی. د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره، چې امریکايي اشغال پای ته ورسېد، افغانان یو ځل بیا له دې ستر الهي نعمت څخه برخمن شول.

خپلواکي د هېواد له فرد-فرد سره مرسته کوي، چې په ارامه او هوسا فضا کې پر خپل ځان او مهارتونو کار وکړي او د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

دیوه خپلواک او ازاد انسان په توګه ژوند کول همدا مانا لري، چې په خپلواک هېواد کې د ازاد شخص په توګه پرتمین او له کرامت څخه ډک ژوند وکړې، د هېواد د ابادۍ فکر وپالې او د نوښت او پراختیا لپاره کار وکړې.

له ازادۍ او خپلواکۍ پرته ټولنې تمدن ته نه‌شي رسېدای او په بشپړ ځواک سره پرمختګ نه شي کولای.

له ازادۍ پرته حتا ماشوم هم په رواني، ذهني او جسمي لحاظ وده نه‌شي کولای او مفکر انسان خپل هنر، فلسفې او ادب ته وده نه‌شي ورکولای.

دغه‌راز له خپلواکۍ پرته یو انسان حتا پخپل وطن کې هم د پردي‌توب احساس ته اړ کېږي.

خپلواک هېوادونو چټک پرمختګ کوي او وګړي یې په ارامه ذهن او فکر د خپل وطن د جوړېدو او پرمختګ لپاره هڅې کوي.