ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلام‌اباد کې دافغانستان سفارت له لوري د زمری ۲۴ مه ( د فتح ورځ ) ونمانځل شوه

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت د زمري ۲۴مه (د فتحې ورځ) د پاکستاني چارواکو سربېره اسلام‌اباد کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو په حضور کې ونمانځله.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې دې غونډه کې اسلام‌اباد کې د روسیې، عراق، ایران، سعودي عربستان، اندونیزیا، مالیزیا او د نورو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو ګډون کړی وو.

د اسد ۲۴مه چې د اشغالګرو له منګولو څخه د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ د ورځې په نوم یادېږي، په کابل او همدارنګه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.