د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت او د اوزبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو لوړ پوړو پلاوو ترمنځ دویمه دوه اړخیزه ناسته کابل کې تر سره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دې غونډه په لومړۍ ورځ د دواړو هېوادونو په صادراتي توکو د ترجیحي تعروفې کمولو، په ترمز اوزبیکستان نړیوال سوداګريز مرکز کې د پانګونې، دواړو هېوادونو کې د دوه اړخیزو سوداګریزو خونو د پرانیستلو، د افغانستان ـ اوزبیکستان ـ قزاقستان، افغانستان ـ اوزبیکستان ـ پاکستان او افغانستان ـ اوزبیکستان ـ ایران هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزه ترانزیټ په برخه کې د هوکړهلیکونو لاسلیک په تړاو خبرې شوې دي.

