ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنی سیلاني: افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی

د مارکس په نوم یو جرمني سیلاني افغانستان ته په سیاحت راغلی او بلخ ته یې سفر کړی.
نوموړي ویلي، چې بهرنۍ رسنۍ د افغانستان ریښتينی انځور نه ښيي او د شته امنيت او سولې په اړه ضد او نقيض راپورونه خپروي.
ښاغلي مارکس زیاته کړې، چې دا مهال افغانستان کې سراسري امنيت تامين دى او ټول اوسېدونکې یې په سوله کې خوښ ژوند کوي.
مارکس چې بل نوم یې مهدي دی او له جرمني څخه بلخ ولایت ته راغلی وايي، چې افغانستان ته راتګ یې له ډېره وخته ارمان و او د اسلامي امارت له لوري د امنیت په تامینولو سره یې دا ارمان پوره شو.
ښاغلي مهدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان کې هر اړخيز امنيت، بډايه کلتور، ميلمه پالنه او بې شمېره تاريخي ځايونه لري، خو بهرنۍ رسنۍ هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه نړۍ ته ناسم انځور وړاندې کړي او دا هېواد نړۍ ته بي ثباته وښيي.
بلخ ولايت څه باندې ۵ زره کلن تاريخي مخینه لري، چې د بې شمېره تاريخي ځايونو په درلودلو سره یې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پام ځانته را اړولی دی.
ورته مهال د بلخ ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست مسولينو ډاډ ورکړی، چې بهرنيو سيلانيانو ته یې د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه هلې ځلې ګړندې کړې دي.