ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزیر د میدان وردګ ولایت د علمای کرامو له ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا چې د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو د ازموینو تنظیم، ترتیب او ارزونې په موخه میدان وردګ ولایت ته تللی، د یاد ولایت د پوهنې مسولینو او علمای کرامو په ملتیا یې د مدارسو د طالب العلمانو له ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست د یادو ازموینو څخه د لیدنې پر مهال ګډون والو ته په خطاب کې ویلي؛ الله تعالی هره ورځ موږ او تاسو ازمویي، هر څوک چې په دې ازموینه کې بریالی شي، د الله تعالی د رحمت تر چتر لاندې راځي او څوک چې بې نتیجې شي، هغو ته به یې بدیل ور کړل شي.

نوموړي زیاته کړې، دغه ازموینه ستاسو لپاره د نظام د عالي رهبرۍ له لوري لوی شفقت دی او تاسو باید د دغه ستر نعمت شکر ادا کړئ.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت نورو معینانو او یو شمېر مرکزي رییسانو هم د هېواد په ولایتونو کې د ثانویه او مافوق ثانویه ازموینو بهیر له نږدې وڅاره.

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاویو د دغو ازموینو د روڼتیا او عدالت د تامین په موخه مسولینو او لوړ پوړو څارونکو ته جدي لارښوونې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، چې په بشپړ ډول سره د ازموینې نظم او ډسپلین په پام کې ونیسي.

 د يادونې وړ ده، چې د یادو ازموينو لپاره ټولټال ٣٢ زره کسانو نوم ليکنه کړې وه او د یادو ازموینو لړۍ تېره ورځ (د ١٣٤٦ ه ق کال، رجب المرجب مياشتې په لسمه نېټه) پيل شوه، چې شپږ ورځې به دوام ولري.