د لوړو زده کړو وزارت وایي، د کابل پوليتکنیک پوهنتون شاوخوا ۸۰۰ انجنیرانو د فراغت مراسم د اسلامي امارت د کابینې د غړو په ګډون ترسره شول.
په دې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم له فارغ شویو انجنیرانو غوښتي، چې د افغانستان دښمنانو په منفي تبلیغاتو ونه غولیږي او بهر ته د تللو هڅه ونکړي.
دغه راز شیخ نداء محمد ندیم له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه فارغ شوي انجنیران د فوق الېسانس لوړو زده کړو ته هڅولي او غوښتنه یې ترې کړې، چې په لېسانس زده کړو بسنه ونکړي، د ماسټري او دوکتورا په کچه لوړې زده کړې وکړي او په ډېر اخلاص د خپل هېواد او خلکو د خدمت جوګه شي.
نوموړي زیاته کړې، افغاني ټولنه د هر مسلک متخصص ته اړتیا لري او یادو انجنیرانو ته یې په خطاب کې ویلي؛ مایوسه کېږئ مه، حوصله له لاسه مه ورکوئ، د اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې د ټولو لپاره د کار زمینه برابره شي.
همداراز په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ افغانستان دیني او عصري علومو ته اړتیا لري، نړۍ د ټکنالوژۍ په وسیله مخ ته تللې او موږ ته هم پکار ده، چې ټکنالوژي زده او د خپل ټاکلي هدف لپاره یې وکاروو.
په ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په خپلو خبرو کې ویلي؛ اصلي شتمني متخصص کادرونه دي، نه مال او پیسې.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي نظام د هرې برخې مسلکي اشخاصو ته اړتیا لري.
همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مولوي محمد یونس اخوندزاده ویلي؛ افغانانو په نشت امکاناتو درې امپراطورۍ راوپرځولې او وروستۍ یې امریکا وه، چې په ټیټو سترګو له دې سپېڅلې خاورې وتښتېده.
نوموړي فارغ شویو انجنیرانو ته سپارښتنه کړې، چې پخپله دا هېواد ودان او د بهرنیانو له احتیاجه یې وساتي.
وروسته د کور او ښار جوړونې وزیر یادو فارغانو ته ویلي؛ د افغانستان اقتصادي حالت د ښه کېدو پر لور روان دی، علم ته د علم په سترګه وګورئ، نیت مو د خلکو خدمت جوړ کړئ، د دنیا پرستۍ ذهنیت مو له فکره وباسئ، مال الله تعالی پخپله درکوي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اته پوهنځيو له ۲۲ څانګو څخه شاوخواه ۸۰۰ انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

