ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د “شوراب حماسه” مستند نندارې ته وړاندې شو

د “شوراب حماسه” مستند چې د ملي راډیو تلویزیون له لوري جوړ شوی، د اسلامي امارت د ځینو چارواکو او پر دې سترې پوځي اډې د استشهادي عملیاتو د ترسره کوونکو قربانیانو د کورنیو غړو په ګډون نندارې ته وړاندې شو.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس مولوي احمدالله وثیق ویلي، چې دا مستند د جهاد په دوران کې د اسلامي امارت د مجاهدینو مېړانه او سرښندنه ښيي.

“د شوراب کمپ ته د امریکا له پنټاګون څخه پیاوړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو د مجاهدینو قرباني او د فدایانو جرئت او مېړانه وه، چې په ډېر زړورتوب او سرښندنه یې درې ځله پر همدې مهمه او ستراتیژیکه اډه ډلییز استشهادي عملیات ترسره کړل او په هر ځل یې دښمن درنه مرګ ژوبله واړوله. “

په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي سعیدالدین سعید ویلي؛ د یادو فدایانو قربانۍ وې چې افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شو.

“الله ج د یادو فدایانو د قربانۍ له برکته افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړ، په ټول افغانستان کې یوه لویشت خاوره هم د اسلامي امارت له واک څخه د باندې نشته او د دوی ارمان پوره شو. “

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې مراسمو کې ویلي؛ دا نظام د اسلامي امارت د مجاهدینو شهادت او اتلولیو په پایله کې ترلاسه شوی، چې کړنې او سرښندنې یې باید د همداسې مستندونو په څېر راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.

“د هېواد په ټولو سیمو او ولایتونو کې دې ته ورته کارنامې شوې او مجاهدینو اشغالګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، زیاتې قربانۍ، حماسې او شهکارونه یې پریښي او که دا لړۍ د مستند په شکل ادامه پیدا کړي، په ارشیف کې به راتلونکو نسلونو ته د تاریخ په بڼه خوندي شي. “

د ملي راډیو تلویزیون د لوی رییس په وینا؛ ملي تلویزیون تر دې مهاله د بېلا بېلو موضوعاتو په تړاو ۳۵ مستند فلمونه او د اسلامي امارت د سیاسي او پوځي څېرو د پېژندلو لړۍ بشپړه کړې او دا بهیر لا دوام لري.