د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال قاري محمد یونس راشد پکتیا ته د سفر پر مهال د دې ولایت ولایتي چارواکو سربیره ګڼ شمېر ځوانانو سره د هغوی روښانه راتلوونکې او ستونزو حل په موخه لیدنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي ثواب جان اسلامیار ځوانانو مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، دا د خوښۍ ځای دی چې د ځوانانو مرستیال د پکتیا ځوانانو سره د هغوی ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په اړه مخامخ لیدنه کوي.
د ځوانانو مرستیال ویلي، په اسلامي نظام کې هر څوک حق لري چې خپلو مسولینو سره مخامخ خبرې وکړي او ورسره خپلې ستونزې، نیوکې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي.
نوموړي زیاته کړې، په همدې موخه يې دغه ولایت ته سفر کړی ترڅو د ځوانانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واوري.
قاري محمد یونس راشد ځوانانو ته په وینا کې ویلي، د یو هېواد د پرمختګ لپاره څلور اساسي ټکي ” د هېواد خپلواکي، عادل اسلامي نظام، امنیت او اقتصاد” دي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره افغانستان د امنیت او اقتصاد په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
د پکتیا ځوانانو ویلي، ځوانانو ته دې د کاري زمينې برابرې شي او بېلابېل ښوونیز پروګرامونه دې ورته په لار واچول شي.
د ځوانانو مرستیال ډاډ ورکړی، اسلامي امارت مسلکي او په کارپوه ځوانانو ته کاري زمینې برابروي او هڅه يې دا ده، چې د ازادو سیالیو له لارې وړ کسان په دندو وګماري.

