ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله په کافا سیالیو کې له درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

د هیواد د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د برنزو له مډال او درېیم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

یادې لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې قرغیزستان هېواد ته د ” ۳-۰”  ګولونو په توپیر ماتې ورکړه، په دویمه سیالۍ کې یې له تاجکستان څخه د ” ۱-۳” ګولونو په توپیر ماتې وخوړه او په درېيمه لوبه کې یې ایران ته د “۱-۲ ” ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې په کافا سیالیو کې درېیم مقام وګاټه.

د لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د فوټبال فدراسیون ویاند او په کافا سیالیو کې د برخه وال پلاوي غړي  هاشمي ويلي؛ ”لوبغاړو په خورا لوړ مورال لوبه وکړه، د افغانستان لپاره په کافا سیالیو کې دومره پیاوړیو لوبډلو ته ماتې ورکول او درېیم مقام ګټل  تاریخ جوړونکی او د افغانستان د فوټبال د راتلونکي لپاره هیله او ښه زېری دی. “

د اسیا مرکز اتلولۍ یا کافا سیالۍ د زمري میاشتې په ۲۹ مه د تاجکستان هېواد په کوربتوب پیل او د وږي میاشتې تر پنځمې نېټې یې دوام وکړ.

په یادو سیالیو کې افغانستان، قرغيزستان، تاجکستان، ازبیکستان او ایران برخه اخیستې وه.