کندهار کې د بانکي سکتور پیاوړتیا او د افغانیو ارزښت د ثبات لپاره ورکشاپ جوړ شوی دی.
د بانکوالۍ سکتور وضعیت د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د افغانۍ ترویج، په کورنیو راکړو ورکړو کې د پردیو پیسو د کارونې د مخنیوي او صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو میکانیزه کولو په پار د امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځته کولو په موخه یاد ورکشاپ جوړ شوی وو.
ورکشاپ کې د کندهار، زابل، هلمند، ارزګان او دایکنډي ولایتونو واليانو، امنیه قوماندانانو, د استخباراتو رییسانو, ښاروالانو، سوداګرو، سیمه ییزو مخورو، د سوداګریزو بانکونو استازو او صرافانو ګډون کړی وو.
د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري د پولي سیاست اغېزناک تطبیق، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو میکانیزه کولو په برخو کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو یادونه کړې.
نوموړي زیاته کړې، اوس مهال افغانۍ له ښه ثبات څخه برخمنه ده او د اسعارو پر وړاندې یې د سیمې د ډېرو پولي واحدونو په پرتله خپل ارزښت ښه ساتلی دی.
هدایت الله بدري په وینا؛ تر راتلونکې دوه نیمو میاشتو به په سویل لویديځ زون کې د افغانۍ کارونه عامه شي او تر هغې وروسته څوک نه شي کولای چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې سیمه ییز اسعار وکاروي.
د کندهار والي ملا شیرین اخوند د افغانستان بانک هڅې ستایلي او په اغیزمنه توګه د پولي سیاستونو تطبیقولو، د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د اسلامي بانکوالۍ سکتور د مدیریت په برخه کې د افغانستان بانک هڅې ارزښتناکې بللي.
نوموړي له خلکو، صنعتکارانو، توليدي شرکتونو او سوداګرو څخه غوښتي، چې په خپلو کورنيو راکړو ورکړو کي د ملي پیسو څخه کار واخلي او د ترویج ملي پروسې څخه ملاتړ وکړي.
ګډونوالو د افغانیو ترویج له بهیر څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ، د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره خلکو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په پار د معقولو مالي او بانکي طرحو په تړاو خبرې کړي.
د افغانستان بانک سرپرست رييس د سویل لویدیځ ولایتونو له والیانو, امنیه قوماندانانو, د استخباراتو له رییسانو, ښاروالانو او د افغانستان بانک د استازولیو له مدیرانو سره لیدنه کړې او د افغانۍ د ترویج طرحې د تطبیق او څارنې په اړه کمیټې جوړې کړي.

