د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې تر سردې بند پورې د ۲۳ کیلومترو په اوږدوالي د غځیدلي سړک ترمیم چارې د ټولګټو چارو وزارت په مالي بودیجه د اته میلیونو افغانیو په لګښت د میوند نیلي ودانیز شرکت لخوا پیل شوې.
د پکتیکا والي مولوي فیض الله جمال د پرانېستې په مراسمو کې ویلي، یاد سړک چې کلونه وړاندې جوړ شوی د بیا ځلې لپاره د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت په اساسي ډول رغول کیږي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د پکتیکا د ټولګټو چارو رییس مولوي محمداکبر عادل ویلي؛ د یادې پروژې سربېره سږ کال پکتیکا کې درې نورې منظور شوي پروژې په لاس کې لري، چې کارونه به یې په نږدې ورځو کې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سیلابونه له امله د سروضې او ارګون ترمنځ د تخریب شوي لویې لارې کارونه به هم په څو ورځو کې پیل شي.
د میوند نیلي ودانیز شرکت مسول یونس هوتکي ویلي، د یاد سړک کارونه به په اساسي ډول سرته ورسوي او هېڅ ډول ناغیړي به ونکړي.
موټر چلوونکي د یاد سړک په جوړیدو خوښ دي او ویلي يي دي، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د ترافیکو پېښو مخنېوی وشي.
د یادونې ده، د هېواد په کچه زیاتره هغه سرکونه چې کارونه یې وړاندې په سم ډول ندي ترسره شوي، د ټولګټو چارو وزارت لخوا یې د بیا رغېدو هڅه کیږي.

