د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله (اخندزاده) حفظه الله د سترې محکمې له رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ، د سترې محکمې د دارالانشاء لوی رییس مفتي عبدالرشید سعید، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر عطاالله عمري او د یاد وزارت د قبالو ریاست له رییس مولوي عبدالعلي سره د لیدنې پر مهال هدایت کړی، چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش بهیر پیل کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د یادې ناستې ګډونوالو ته ویلي؛ دا چې له وخته په افغانستان کې قبالې محاکم په کاغذي بڼه یې ورکوي نو اوس دې هم ستره محکمه د قبالو توزېع شروع کړي او په کاغذي بڼه دې په هغه ورقه باندې ورکوي چې د سترې محکمې لخوا ورته جوړه شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر زعیم زیاته کړې، د برېښنايي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې معطله وي ترڅو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وي جوړ شوی.

