ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

څه باندې 46 زره افغانان کډوال تېره میاشت هېواد ته راستانه شوي

د نيمروز ولايت کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالله ریاض ویلي، د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې ۴۶ زره ۸۳۸ تنه، چې یو زر او۵۹۷ کورنۍ (شپږ زره او نهه تنه) او همدارنګه ۴۰ زره ۸۲۹ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې چنګاښ میاشت کې هم ۴۴ زره ۶۳۲ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي وو.

د نوموړي په وینا؛ له ۱۶ زره او ۸۲۴ بې وزلو کسانو او کورنیو سره د یادې ادارې په همغږۍ د IOM موسسې له خوا خوراکي او نغدي مرستې شوي.