د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د ډاکټر اینریک ستایګر په مشرۍ د Euroasia Heart Foundation موسسې له پلاوي سره لیدنه کړې.
سرپرست وزیر یاد پلاوي ته ښه راغلاست ویلي او مننه یې کړې، چې په افغانستان کې بشردوستانه فعالیتونه ترسره کوي.
مولوي ندا محمد ندیم پلاوي سره ژمنه کړې، چې وزارت به ستاسو سره پوره همکار وي او د افغانستان په دننه کې به تاسو له هېڅ ډول کاري خنډ سره مخ نه شئ.
ډاکټر اینریک ستایګر ویلي، چې زموږ موخه په افغانستان کې بشردوستانه فعالیتونه ترسره کول او له بې وزلو خلکو سره مرسته ده، نوموړي د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د بشردوستانه حس او همکارۍ مننه کړې.
پلاوي ویلي؛ موږ نړیوالو ته ورښکاره کوو، چې افغانان څومره میلمه پاله دي او د اسلامي امارت سره کار کول ستونزمن نه بلکې هوسایې ده.
یاده موسسه چې له لوړو زده کړو وزارت سره هوکړه لیک لري، په پام کې لري چې د وزارت اړوند روغتونونو کې د طبي تجهیزاتو په برخه کې د مرستې ترڅنګ د زړه په برخه کې وړیا عملیاتونه، او په عملي برخه کې د ډاکټرانو روزنه هم وکړي.

