د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني د کابل ولايت علماوو شورا په کوربتوب د علماوو او متنفذينو په ناسته کې د ولس او حکومت ترمنځ واټن د له منځه تللو په موخه د علماوو رول مهم بللې او په وينا يې له علماوو او متنفذينو سره ناستې کولای شي ټولنه کې شته ستونزو ته حل لارې و مومي.
د کورنيو چارو سرپرست وزیر په وینا؛ په ټول هېواد کې د امنيت په ټينګښت سربېره زورواکي ختمه شوې او بشپړه ازادي لرو، له دې خپلواکۍ څخه باید افغانان د هېواد د پرمختګ په موخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.
ښاغلي حقاني د ولسونو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او زياته کړې یې ده، چې د مشکلاتو د حل په موخه به له بېلابېلو برخو څخه يوه ګډه کميټه رامنځته کړي.
خليفه سراج الدين حقاني ویلي؛ د بيا رغونې او تعامل په برخه کې د اعتماد په رامنځته کېدو سره ټولنه کې شته ننګونې ډېر ژر پای موندلی شي او په خبره یې، پر یو بل باور د اوسني افغانستان ستونزو د هواري سرچینه ده.

