د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان کې د روږدو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شوی.
یاد روغتون چې ۲۰ بسترونه لري د روږدو د درملنې په برخه کې به روغتیايي خدمات وړاندې کوي د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري پرانیستل شو.
مولوي محمد اسحق صاحبزاده د روغتون پرانیستې په مراسمو کې ویلي، په نشه یي توکو روږدي کسان هم د دې هېواد بچیان دي او په تېر کې ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړې؛ تېر کې په قصدي ډول د هېواد ځوانان دې ناوړه کړنې ته هڅول کېدل، خو د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روږدو درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او تر دې مهاله د څه باندې ۳۹ زره کسانو درملنه شوې او زرګونه تر درملنې لاندې دي.
یاد روغتیايي مرکز د UNODC ادارې په مالي لګښت رسماً ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.