ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد اسحق صاحبزاده: د تېر نظام روغتیايي خدماتو محرومو سیمو ته معیاري خدمات وړاندې کیږي

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري د نورستان ولایتي ۱۰۰ بستریز روغتون د کتلوي معافیت د ودانۍ او د پنځلسو کورنیو روغتیايي ځالې (FHH) پرانستل شوي.

په جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د نورستان مرستیال والي، روغتیايي مسولینو د تطبیق کوونکو موسسو استازو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

مالي او اداري مرستیال د یادو روغتیايي پروژو پرانیستل په روغتیايي سکتور کې یوه ستره لاسته راوړنه بللې او ویلي يي دي، هغه سیمې چې په تېر کې له روغتیايي خدماتو محرومې وې اسلامي امارت ورته معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

همدارنګه د نورستان ولایتي روغتون ته له ۵۰ بسترونو څخه ۱۰۰ بسترونو ته ارتقا ورکړل شوه، چې د دې ولایت د ناروغانو د درملنې په برخه کې به ګټور ثابت شي.

 د نورستان ولایت د کتلوي معافیت ودانۍ په عصري او مجهزو وسایلو سمباله ده او د لس ډوله واکسینونو د ساتلو وړتیا لري او د ۱۲.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ پرانیستل شوه.

 په یاد ولایت کې ۱۵ کورنۍ روغتیايي ځالې (FHH) چې اته خونې لري د مور او ماشوم لپاره به روغتیايي خدمات وړاندې کوي پرانیستل شوې.