ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ایران له سفیر سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ویلي، ایران ته د سفر پر مهال له تاسو سره په پنځو سترو برخو (کرنه، مالدارۍ، طبیعي سرچینو، اوبولګولو او تحصیلي بورسونو) کې د همکاریو هوکړه شوې او موږ چمتو یو چې هغه تړونونه عملي کړو.
په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمې قمي د شویو موافقو په اجرا ټینګار کړې او زیاته کړې یې ده، د دغو موافقو عملي کولو او پیلولو لپاره باید پلاوی وټاکل شي، چې دا د دواړو هېوادونو د وزارتونو ترمنځ د مهربانۍ ښکارندويي کوي.
ایران ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر له سفر او په هغه هېواد کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د بېلابېلو سکتورونو چارواکو سره تر لیدنې وروسته، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د کرنې له وزیر سره د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې پلي کولو په پار لیدنه کړې.