ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کابل ښارکې د لګول شويو کامروو په اړه د بښنې نړيوال سازمان د استازي خبرو ته، د کورنيو چارو وزارت د وياند غبرګون او وضاحت

په کابل ښار کې د څه باندې ۶۲ زرو کامروو د لګیدو په اړه د بښنې د نړيوال سازمان د استازي خبرې، چې ګواکې دا کامرې د بشري حقونو د سرغړاوي، شخصي حريم ته د ننوتلو او د پابندي د لګیدو په موخه دي.

 مونږ یې دا ډول بې اساسه ادعاوې په ټوله معنا سره ردوو، ځکه؛ کله چې امريکا او ناټو د خپلو موخو او استخباراتي معلوماتو لپاره د کابل په شمول د هېواد ټولو زونونو کې د بالونونو په لګولو سره د څار کړنې ترسره کولې، نو هلته د بشري حقونو نقض او د شخصي حريم مدافعانو ولې غږ نه پورته کوو؟

ټولو ته جوته ده، د امنیتي کامرو لګول یو امنیتي ضرورت دی چې نه يواځې په افغانستان؛ بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمينه کې معمول دی.

اسلامي امارت هم د امینت ټينګښت، د خلکو د ټولو حقونو ساتنې او همدرانګه ټولو شرعي اصولو پام کې نيولو ته ژمن دی، چې په اسلامي شريعت کې هيڅکله داسې اجازه نشته چې د يو چا شخصي حريم ته دې ګواښ او یا هم دې تر څار لاندې راوستل شي.

په کابل ښار کې لګول شوې کامرې د کورنيو چارو وزارت په وړانديز ولس په داسې ځايونو کې لګولې دې چې هغوی ټاکلي وو، د کورنيو چارو وزارت لخوا ورته کوم ځانګړی ځای د کامروو د لګیدو لپاره نه وو مشخص او همدرانګه د ټولو کامروو د کنټرول خونه خوندي ده او هيڅوک ورته د لاس رسي حق نه لري.

په پای کې د بښنې نړېوال سازمان او نورو سازمانونو څخه غوښتنه کوو، چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو سره موقف او يا هم د نظر څرګندونه وکړي.