ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د یتیمانو پر سالمه روزنه ټینګار

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه پکتيا کې د یوې مدرسې د بنسټ ډبره ایښېدو پر مهال ویلي، بچیان مو مدارسو ته واستوئ، څو زرین تاریخ مو ژوندی پاتې شي.

ملا خيرالله خیرخواه په یاده غونډه کې ویلي، ډېر د شکر ځای دی، چې دا دښته د دین په یو لوی مرکز ابادیږي.

سرپرست وزیر زیاته کړې، موږ بېلابېلې ستونزې ګاللي، خو ستړي شوي نه یو، ګوانتامو کې مې هم غوښتنه کوله، چې لا نور هم د الله تعالی په دین کې ستړیاوې وګالو.

 نوموړي همداراز ویلي، هر چا چې د اسلام مقدس دین ته خدمت کړی، د هغوی نومونه د تاريخ پر زرینو پاڼو لیکل شوي او هیڅ وخت به د مسلمان له زړونو ونه وځي.

 ښاغلي خیرخواه د یتیمانو پر سالمه روزنه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، ولسونه دې د رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د کابینې د یو شمېر وزیرانو په شتون کې د پکتیا مرکز ته څېرمه په اودکي سیمه کې د یوې لویې مدرسې بنسټ ډبره کېښوده.