د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د هنرمندانو د هنري هڅو او لاسته راوړنو ستاینه شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ريیس رفیع الله صمیم، د کلتور او ګرځندوی امر او د اطلاعاتو امر ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور ريیس د هنري خدمتونو په برخه کې د خطاطانو، رسامانو، حکاکانو او نقاشانو لاسته راوړنې د ستایلو وړ بللي او اوسني فرصتونه یې د هنري پرمختګونو لپاره مناسب بللي.
ښاغلي صمیم هنرمندانو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزو ته به د حل لارې لټوي او دغه راز به دوی ته د ښه کاري چاپېریال د برابرولو په برخه کې هڅې کوي.
یادو هنرمندانو په خپلو خبرو کې ویلي؛ د اسلامي امارت د راتګ سره سم زموږ لپاره د کار کولو ښه فرصتونه برابر شوي، اوس کولای شو په ارامه فضا کې خپل هنري فعالیتونو او پنځونو ته لا پراختیا ورکړو.