د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، سرپل کې د ښوونکو لپاره ښارګوټي جوړیدو د عملي چارو پرانيسته شوې.
د پرانیستې په مراسمو کې د سرپل والي الحاج محمد یعقوب، د کور او ښار جوړولو ريس داملامحمد نور او د یاد ولایت پوهنې رییس په ګډون د نورو ریاستونو مسولینو برخه اخیستې وه.
یاد ښارګوټی د سرپل په مرکز کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې په کې ۳۰۱ هستوګنیز کورونه، معیاري سړکونه، روغتیايي کلینیک، ښوونځي، مسجدونه د لوبو پارکونه او نور ټول امکانات په پام کې نیول شوي.
د یاد ښارګوټي نمرې او نورې چارې د پلان او نقشې مطابق په نښه شوي او د یاد ولایت پوهنې ریاست ته سپارل شوي.

