د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال سربېره د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم حضور درلود..
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته دا حق ورکوي، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
نوموړي زیاته کړې، له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې خپلواک واحد نظام رامنځته شوی او د سیمې په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
اقتصادي مرستیال په وینا؛ پکار ده چې د یادو اړیکو د لا پياوړي کېدو په موخه ایران او نور ګاونډي هېوادونه اساسي ګامونه واخلي او بل چا ته دا فرصت په لاس ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ښه ګاونډی پاتې شوی او د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره یې هر وخت هڅې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، تهران علاقمند دی چې له افغانستان سره پر اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو سربېره د ریل پټلۍ شبکو غځولو کې هم همکاري وکړي.
حسن کاظمي قُمي ویلي، چې په یادو برخو کې عملاً د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه پر مذاکراتو بوخت دي.

