ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: اسلامي نظام جوړښت د تولو مسلمانانو ګډ مسولیت دی

‏ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د اسلامي هېوادونو د علمای کرامو پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال دوکتور طارق بخيت، لوړپوړو غړو، د مدني حرم د حدیثو استادانو، د نړیوالې اسلامي فقهې او نړيوالې اکاډمۍ غړو، د بحرين، اردن، ماليزيا، اندونيزيا، ګينيا او د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو مخورو او مشهورو علمای کرامو ګډون درلود.

شیخ محمد خالد حنفي یادو علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلاميت له امله که څه هم هېوادونه مو بیل خو زړونه مو یو دي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ ته د نظام جوړونه را تر غاړې ده، چې دا یواځې زمونږ نه بلکې د تولو مسلمانانو ګډ مسولیت دی.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزیر ویلي؛ هېواد کې په ډیره ښه توګه د منکراتو مخنیوی شوی، ۲۰ کلن اشغال ډیر ناخوالې پريښې وې خو په تیرو دوه کلونو کې ډیر سمون رامنځته شوی، تاسو دغه د سترګو لیدلی حال باید خپلو هېوادونو کې او نورو مسلمانانو ته ورسوئ.

راغلو علماوو د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت بللی او زیاته کړې یې ده؛ د افتخار ځای دی چې دلته د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو په نامه وزارت شتون لري، کوم چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلام مبارک دین مهمه برخه ده.