ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: افغان کادرونه او شخصیتونه د هېواد پانګه ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ریاضي دان، فیلسوف او د نړۍ د فلسفي ریاضي څېړنیز مرکز له ريیس محمد صدیق افغان سره لیدنه کړې.

محمد صدیق افغان په خپلو خبرو کې اشغال د پای ته رسېدو او هېواد کې د اسلامي نظام د راتګ له امله خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، خلک له اسلامي نظام څخه زیاته توقع لري چې دا موضوع په بېلابېلو برخو کې د خلکو پر وړاندې د اسلامي امارت مسولیت نور هم زیاتوي.

نوموړي همداراز د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلی افغان او د ده په څېر د افغانستان نور شخصیتونه د هېواد پانګه بللې.

مولوي عبدالسلام حنفي ښوونه او روزنه د خلکو مسلم حق او د اسلامي امارت له تعهداتو بللي او ویلي يي دي، اسلامي امارت مسوولین به خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د وړ او غوره خدماتو په موخه د خپلو حدودو په توان کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې درېغ ونکړي.