ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي: تاریخي سیمې د هېواد ملي شتمني ده

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له تاریخي سیمو، د هنري، ادبي او کلتوري ټولنو څخه لیدنه کړې.

مولوي عتیق الله عزیزي د یاد ولایت تاریخي سیمې او ابدې د هېواد ملي شتمني بللي او د هغوی په ښه ساتنه یې ټینګار کړی.

 د هنري، کلتوري او ادبي ټولنو مسولینو ښاغلي مرستیال ته د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړي او همدارنګه یې په یادو برخو کې شته ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتنه یې کړې.

د هنر او کلتور مرستیال د دوی هنري، کلتوري او ادبي فعالیتونه او هڅې ستایلي او په یادو برخو کې یې ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.