ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کنفرانس؛ په لومړي ځل یو امریکايي سوداګریز پلاوی کابل ته راغلی

یاد کنفرانس کې متحده عربي اماراتو کې د سوداګرو د شورا مشر عبیدالله صدرخېل ویلي، بهرني پانګوال او سوداګر د افغانستان وضعیت په اړه تعجب کوي او وایي، چې د افغانستان څخه زموږ لیدنه د اوریدل شوو تبلیغاتو خلاف ده، دلته بشپړ امنیت تامین دی او د سوداګرۍ لپاره هر اخیزه زمینه برابره شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په همکارۍ هڅه باید وکړو، چې افغانستان د نړۍ سره لا نیږدي کړو او د افغانستان رښتنی انځور نړۍ ته وړاندې کړو.

عبیدالله صدرخېل د امریکايي استازي څخه هیله کړې، ترڅو د امریکا خلکو او حکومت ته د افغانستان لیدلی وضعیت وړاندې کړي او هر اړخیز ډاډ ورکړي.

صدرخیل د افغان دولت څخه غوښتنه کړې؛ چې بهرنیو سوداګرو او پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړي، ترڅو د دوي له امکاناتو او تجربو څخه افغانان هم برخمن شي.

همداراز ښاغلي صدرخیل زیاته کړې، چې د افغانستان په واړندې مخالف تبیلغات د بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سربیره په افغاني پانګوالو او سوداګرو هم اغیز کړی وو، خو دوبۍ ته د افغانستان اقتصادي مرستیال راتګ او سوداګرو ته ډاډ ورکول د دوي روحیه پیاوړې او په افغانستان کې پانګه اچونې ته لیواله کړل.

یاد کنفرانس کې د ریاست الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند افغانستان ته د ګاونډي، سیمې او نړۍ له هېوادونو راغلو میلمنو او پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر ډول اسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد ختم شوی، د نشه یې توکو د کر اوقاچاق بشپړ مخنیوی شوی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې باثباته شوي، د توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، بانکې سکتور پرمختګ کړی، د ملي عوایدو کچه زیاته شوې، صادرات او واردات زیات شوي، لویو پروژو چارې پیل شوي، د کور دننه تولیداتو کې زیاتوالی راغلی او همدارنګه سوداګرۍ او ټرانزیټ پرمختګ کړی دی.

د ریاست الورزا اقتصادي مرستیال په وینا؛ په ټول هېواد کې بشپړ امنیت، له طبیعي سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمه‌ییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخه چاپېریال او پانګونې لپاره اسانه قوانین هغه موضوعات دي، چې په افغانستان کې یې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي،: په افغانستان کې نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم پانګونه کولی شي، چې ښه بېلګه یې دهرات دغوریانو اوسپنې په کان کې له افغان پانګوالو سره داسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه پانګونه ده، چې تړونونه یې څو ورځې وړاندې لاسلیک شول.

ملا برادر اخوند زیاته کړې د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو او ټېکنالوژۍ ترڅنګ په نورو سکټورونو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده، اسلامي امارت د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې او د صنعت لپاره تر یوې اندازې د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې.

افغانستان د اوبو، باد او لمر څخه د برېښنا د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري او په دې برخه کې د پانګوالو لپاره ښه زمینه برابره ده.

همداراز اقتصادي مرستیال د ټرانزیټ په اړه ویلي، د سوداګرۍ پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل شوې او په نیږدې وخت کې به د ریل پټلۍ له لارې افغانستان د ایران د چابهار بندر سره ونښلول شي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت یوه بین الوزارتي کمېټه رامنځته کړې، څو په افغانستان کې د پانګونې په موخه ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غوښتنه کړې، دا چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي، نو پانګوال او سوداګر دې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.