ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ریاست الوزرا اداري مرستیال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسلکي مرستیال سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسلکي مرستیال شیخ زرمحمد حقاني سره لیدنه کړې.

شیخ زر محمد حقاني د یاد وزارت د فعالیتونو، کړنو او لاسته راوړنو راپور د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړی.

نوموړي ویلي، د ۱۴۴۴ ه-ق کال د حج مراسمو د ګډونوالو شمېر د تېرو کلونو په پرتله پام وړ زیات وو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کړي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د جوماتونو د ترتیب او تنظیم په اړه هم وضاحت ورکړی او ویلي يي دي، موږ له دې لارې د هېواد بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره هڅې کوو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسلکي مرستیال سره پر کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دې وزارت فعالیتونه او کړنې ستایلي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دې کوښښ وکړي چې د امکان ترحده افغان حاجیانو ته د لا زیاتو غوره خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ ټولو هېوادوالو ته د خدمت په برخه کې خپلې هراړخیزه هڅې درېغ نکړي.