د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په یوه ناسته کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوټه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال او د کډوالو نړیوال سازمان له مشرۍ اغلې میهیونګ پارک سره د راستنېدونکو افغانانو د وضعیت او بشري مرستو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
یاده ناسته چې د ایران له لوري د افغان کډوالو د بېرته راستنولو د لړۍ له امله جوړه شوې وه، پکې د یوناما مرستیال ویلي، چې روان زېـږدېز کال له پاکستان او ایران څخه تر دې دمه له یو میلیون څخه ډېر افغانان راستانه شوي او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د جبري اېستنې کچه راکمه کړې، خو له ایران څخه د افغانانو جبري وېستنې لړۍ خورا لوړې کچې ته رسېدلې ده.
ښاغلي راتوټه ویلي، چې یوناما د مالي سرچینو د جلب هڅې پیل کړې او همدارنګه په اسلام قلعه کې د راستنېدونکو د ستونزو حل په موخه د ظرفیت لوړلو ته کار پیل شوي، څو د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ او کډ کار د راستنېدونکو افغانانو لاس نیوی او اړین خدمات وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړې، یوناما هڅه کوي ایران ته قناعت ورکړي، ترڅو د افغانانو د اېستلو جبري لړۍ ودروي او د یوه پلان پر بنسټ افغانان په داوطلب ډول خپل هېواد ته راستانه کړي.
د یوناما مرستیال همداراز د ګډې تخنیکي کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی او له نړیوالو ادارو سره یې د اسلامي امارت د همکاریو له امله مننه کړې ده.
د ناستې پر دوام د افغانستان لپاره د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې په اسلام قلعه کې حالت له نږدې ارزول شوی او یو شمېر غیري خوراکي توکي سمیې ته لېږل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی د ملګرو ملتونو له رهبرۍ څخه د افغان راستنېدونکو ستونزو حل په موخه د لاډېرو مرستو غوښتنه کړې او تمه ده چې ژر ورته لاس رسي پيدا کړي.
دغه راز ښاغلي جمال ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنره کابل ته سفر وکړي.
په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان مشرۍ اغلې میهیونګ پارک له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر په ډېرېدو سره د خپلو مالي سرچینو د لوړولو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالو نړيوال سازمان د نقدي مرستو کچه لوړه کړې وه، خو د جبري ایستلو د لړۍ له پراخېدو سره پر نقدو مرستو اغېز شوی.
همداراز نوموړې خپل وړاندیزونه د یو لړ ستونزو د حل په موخه له ګډونوالو سره شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر د یوناما او ملګرو ملتونو مسوولینو ته ښه راغلاست ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې یې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له مرستو او همکاریو مننه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر له یادو استازو سره د همکارۍ قدرداني کړې ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو لپاره اسلام قلعه ته د اړینو توکو لېږد پیل کړی او تخنیکي ډلې هم ځای پر ځای شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، څرنګه چې اسلامي امارت له پاکستان څخه د راستنېدونکو لپاره اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړې او لاس نیوی یې وشو، همدارنګه به له ایران څخه د راستنېدونکو مرسته وشي او ټولې امارتي ادارې یې خدمت ته چمتو دي.
مولوي عبدالکبیر د ایران، افغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ د درېاړخیزې ناستې پر اهمیت ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې یاد وزارت د کډوالو په برخه کې له نړیوالو ادارو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

