ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي ودې د لا ښې زمینې برابرولو په هڅه کې دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بهر کې استوګن د هېواد یو تن افغان ملي تاجر سیدکریم هاشمي سره لیدنه کړې.

سیدکریم هاشمي د سراسري امنیت په تامین او په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ښې زمینې په برابرولو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده؛ په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره تاجرانو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې، چې په دې سره به  داخلي او بهرني پانګوال د افغانستان لور ته راوګرځي او د هېواد د اقتصادي ودې زمینې به زیاتې شي.

ښاغلي هاشمي همدارنګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو سوداګریزو او پانګونې د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارت رهبري څخه یې غوښتنه کړې، چې له نوموړي سره د هغو اقتصادي پروګرامونو په عملي کولو کې چې پلان یې لري، همکاري وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ټولو شته امکاناتو سره په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي ودې د ښې زمینې برابرولو په هڅه کې دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې پراختیایي پروژې د تطبیق په حال کې دي او له داخلي او بهرنیو تاجرانو او پانګوالو غواړو، چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.