ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو چارو سرپرست وزیر له ۷۷ ترکي ساختماني شرکت څخه لیدنه کړې

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني او د دغه وزارت یو شمېر ریسانو، په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه کړې او د یاد شرکت له مسولینو سره یې لیدنه کړې.

په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت مرستیال براق انسال، د ټولګټو وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد شرکت د تولیداتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ یاد شرکت په افغانستان کې د کانکریټي ګاډرو، کانکریټي پایې او د بیا رغونې اړوند نور کانکریټي توکي تولیدوي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، په افغانستان کې د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت پر فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، یاد شرکت د ټولګتو وزارت  سره تل همکار پاتی شوی.

ملا محمدعیسی ثاني، یاد ساختماني شرکت ته له خپل لوري څخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او د شرکت مسولینو ته یې ویلي؛ په غوره کیفیت سره دې کانکریټي ګاډر او نور ساختماني توکي تولید کړي، ترڅو له دوی سره د دغه وزارت نورې پروژې په قانوني ډول  قرارداد شي.