ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر خپله دنده پیل کړه

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د روسیې فدراسیون لپاره د افغانستان اسلامي امارت سفیر او فوق العاده استازي مولوي ګل حسن “حسن” په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

نوموړي د سفارت له ډیپلوماټانو او کارکوونکو سره په تعرفي ناسته کې ویلي، چې د ورسپارل شوې دندې له مخې به د سفارت چارې په بشپړه ژمنتیا او له کارکوونکو سره په پوره همکارۍ مخ ته وړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون له لوري د سفیر منل اغېزمن ګام ګڼلی او هیله یې څرګنده کړې، چې په دې مهم اقدام سره به د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او بېلابېلو برخو کې اړېکي لا پراخه او پیاوړې شي.