ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس د سره‌صلیب نړیوالې کمیټې استازولۍ له مشر سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالوسع په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د استازولۍ له مشر ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

ښاغلي ایلوا فیلیون په افغانستان کې د خپلو مرستندویه فعالیتونو او له افغانانو سره د مرستو د څرنګوالي په اړه خپل معلومات د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

فیلیون د روغتیا په برخه کې د تمویل له اړخه ځینو مالي او اقتصادي ستونزو ته په اشارې ویلي، له افغانانو سره په نورو بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، موږ هڅه کوو د روان میلادي کال تر پایه هغه پانګوال بیرته قانع او مرستې یې راجلب کړو، چې په وروستیو کې یې خپلې مرستې او همکارۍ کمې کړې دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی ريیس د سره صلیب نړیوالې کمیټې استازولۍ مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، سور صلیب په افغانستان کې د بې قید او شرطه مرستو او غوره خدمتونو وړاندې کولو ښه مخینه لري او په تېرو څلورو لسیزو کې یې د جګړو په مهال ښه رول ادا کړی او پام وړ خدمات یې کړي.

ډاکټر ملا عبدالوسع زیاته کړې؛ په اوسنیو شرایطو کې افغانان هیله لري، چې د سره صلیب کمیټه به د روغتیا په ګډون ټولو برخو کې خپلو مرستندویه فعالیتونو ته د پخوا په شان دوام ورکړي او د لا پراخولو لپاره دې هڅې وکړي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.