ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: د هېواد ابادي او بیارغونه زموږ ټولو ګډ مسولیت دی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني میدان‌وردګ ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدنه کړې.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د خلکو په استازیتوب له خلیفه صاحب څخه مننه کړې او د هغه راتګ یې د ولس لپاره ویاړ بللی.

شیخ صبغت الله د یاد ولایت د خلکو ستونزې یادې کړي او د لوړ پوړو چارواکو د پاملرنې غوښتنه یې کړې.

د کوچیانو کمېسون مشر شيخ بلخابي ویلي، د ميدان‌وردګ د خلکو او کوچیانو ترمنځ د شرعي او اسلامي عدالت له لارې ټولې شخړې هوارې او حل و فصل شوې دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، تاسې همېش په اخلاص او لوړ باور جهادي کړنې سر ته رسولې او په تاریخي لحاظ د میدان‌وردګ خلکو تل په ډېرو سختیو کې د اسلام او هېواد دفاع په ایماندارۍ سره کړې.

خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې، د ازادۍ په اخیستو کې ستاسې ونډه او اتلولي بې‌سارې، بې تبعیضه او پر اسلامي او ملي جذبه ولاړه ده.

د ښاغلي حقاني په وینا، د نړیوالو قوانینو مطابق په اسلامي او ملي اصولو له نړۍ سره د تعامل لپاره زموږ دروازې خلاصې دي، خو د هېواد ابادي زموږ خپل مسوولیت دی، چې له انتظار پرته به یې افغانان په ګډه تر سره کوو.