ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له نشه یي توکو څخه رغیدلي ۵۳۰ تنه د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز کې شامل د اعتیاد څخه رغیدليو ۵۳۰ تنو د فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فراغت سندونه او کاري وسایل ترلاسه او بیاځلې له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شوي.

 یاده فراغت غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او د سرف افغانستان خیریه موسسې استازو ګډون درلود.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو تنظیم ريیس مولوي عبدالواحد فایز ویلي،  ۵۳۰ تنو د نشه یې توکو څخه رغیدلي اشخاصو ته په څلور میاشتنۍ دوره کې په پنځو حرفو کې زده‌کړې ورکړل شوې، چې له دې ډلې ۲۰۰ تنو ته تر سروې او پلټنې وروسته د کار وسایل په پام کې نیول شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دوی توانیدلي چې د ماهرو کارګرو په حیث د کار بازار ته وړاندې شي.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین خپلو خبرو کې څرګنده کړې؛ چې مخدره توکي او اداري فساد له تېر څخه په میراث پاتې وو، خو د اسلامي امارت قوي هوډ د دې لامل شو چې دواړه بدنامې پدېدي ختمې شي.

نوموړي ویلي، د روږدو درملنه اړینه موضوع ده، ترڅو د اعتیاد څخه یو سالم افغانستان ولرو.

 مولوي حقبین په نړیوالو غږ کړی، چې د افغانستان د خلکو ستونزې درک او دوی سره مثبت تعامل وکړي او هم دې د زیربناوو او مهمو پروژو په پلي کولو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

 د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمان قاسمي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته د مخدره توکو په وړاندې جدي مبارزه شوې، زیات شمېر قاچاقبران نیول شوي او نږدې ۱۰۰ زره تنه په نشه یې توکو روږدي تر درملني لاندې نیول شوي او دا لړۍ په مرکز او ولایتونو کې دوام لري.

 د سرف افغانستان خیریه موسسې استازي ویلي، د امید فني او حرفوي زده‌کړو مرکز څخه د ۲۰۰ تنو فارغانو لپاره د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت کاري وسایل په پام کې نیول شوي، ترڅو دوی وکولای شي د کار په بازار کې په مسلکي توګه دخیل شي.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال سلاکار مولوي محمد نعیم‌ګل صدیقی خپله وینا کې فارغو اشخاصو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی غوښتي، چې ناهیلي کیږي دې نه بلکې د یوه سالم او مسول انسان په توګه دې خپلې ټولنې او کورنۍ سره یوځای شي.

نوموړي فارغانو ته په خطاب کې زیاته کړې، له دې وروسته دې خپل مسولیت په ښه توګه ترسره او د حلال رزق د پیداکولو لپاره دې لاس په کار شي.

 په پای کې ۲۰۰ تنو فارغو کسانو ته د هغوی د کورنیو په شتون کې د سرف افغانستان خیریه بنسټ په همکارۍ، د خیاطۍ، د تعمیرونو د برق، د بوټ او بیک کنډلو او د برقي وسایلو د ترمیم اړوند وسایل ورکړل شوي.