په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي گل حسن حسن، په کوربه هېواد روسیه کې له مېشتو افغانانو سره تعارفي ناسته وکړه.
په پیل کې ښاغلي سفیر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د روسیې فدراسیون له لوري د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې هرکلی وکړ او دا یې یو ستر او مثبت ګام وباله او هیله وښوده، چې دغه اقدام به د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لامل شي.
ښاغلي حسن ژمنه وکړه، چې له خپلو همکارانو سره یو ځای به د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي او د دوی خدمت ته به ژمن پاتې شي.
په ناسته کې د ګډونوالو په استازیتوب یو شمېر قومي مشرانو او محصلینو ویناوې وکړې.
دوی د روسیې وروستی دریځ وستایه او هیله یې څرګنده کړه، چې د رسمیت پېژندنې دا اقدام به نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړي، بلکې په روسیه کې مېشتو افغانانو ته به د خدماتو په برابرولو کې هم رغنده اغېز ولري.

