ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د مصؤن اسنادو د طبع ملي شرکت له تاسیساتو لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون پلاوي په مشرۍ د مصؤن اسنادو د طبع ملي شرکت تاسیساتو څخه له نیږدې لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو معینانو او د استخباراتو او چارو ادارې لویو ریاستونو مرستیالانو په ملتیا د یاد شرکت ماشینونه، تشکیلات، تر لاس لاندې پروګرامونه، انساني او مالي سرچینې، د سټوډیو ډیزاین او همداراز د اسنادو له چاپ مخکې، د چاپ پر مهال او له چاپ وروسته مرحلې څارلي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت به د مصؤن اسنادو د طبع امارتي شرکت له تاسیساتو څخه په اساسي ګټه اخیستنې پر دې وتوانیږي، چې د ډیپلومونو، سرټیفیکټونو، بانکي چکونو، د موټر چلولو جواز او نورو اړینو اسنادو په څېر مهم اسناد د هېواد دننه چاپ کړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت ژمن دی، چې یاد شرکت ته په بېلابېلو برخو کې پراختیا ورکړي او افغانستان له دې اړخه پرځان بسیا کړي.