ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زرنج ښار کې پلي ګرځیدونکو وګړو ته د اسانتیا په پار هوايي پل جوړ شوی

د زرنج ښاروالۍ له لوري د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د پلي تګ کوونکو لپاره هوايي پل جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوی.

د زرنج ښاروالۍ انجینير جاويد بارک ویلي، یاد پل چې ۲۲ متره لوړوالی او اوه متره اوږدوالی لري د زرنج ښاروالۍ د پرمختيايي بوديجې څخه د يو ميليون او ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت د ښار ښکلا او د پلي ګرځیدونکو وګړو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه جوړ شوی.

نوموړي زیاته کړې، د هوايي پل د جوړېدو چارې څلور کاله وړاندې پیل شوې وې خو د ځینو ستونزو له امله درېدلی وې، څه موده وړاندې د زرنج ښاروال په هلو ځلو بیا پیل شوې، چې اوس ګټې اخېستنې ته سپارل شوی.

ځايي اوسیدونکو د زرنج ښاروالۍ له کړنو خوښۍ څرګنده کړې او له سوداګرو او خیریه بنسټونو یې غوښتي، چې د زرنج ښار د ښکلا او ابادۍ په برخه کې له يادې ادارې سره همکاري وکړي.