د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال لندن کوینانس ته ماته ورکړه.
دغه سیالۍ تېره شپه د اسټرالیا په میلبورن ښار د UFC سازمان په اډانه کې وشوه، چې درې روانډه یې لرل.
حقپرست پکې په هر روانډ کې له خپل سیال څخه درې نومرې زیاتې واخیستې او سیالۍ یې د امتیازونو په ډېر والي وګټله.
نصرت حقپرست تر دې دمه په خپله لوبیزه دوره کې ټولې ۲۰ سیالۍ کړي، چې ۱۵ یې ګټلي او پینځه یې بایللې دي.
په UFC سازمان کې تر اوسه څلور افغان لوبغاړو سیر بهادرزاده، نصرت حقپرست، فرید بشارت او جاوېد بشارت د لوبېدو چانس ترلاسه کړی دی.

