د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن اخوند تېر ماښام « پنجشنبه، د چنګاښ ۲۶مه» د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هم شتون درلود، د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او اوزبیکستان اړیکي تاریخي وبللې.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د جمهور رییس ښاغلي شوکت میرضیایوف سلامونه او نیکې هیلې رییسالوزرا او افغان ملت ته وړاندې کړې.
نوموړي وویل، نن د افغانستان او اوزبیکستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده، افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ سیاسي مشورتي لیدنه وشو او د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیزه تفاهم لیک هم لاسلیک شو.
اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والي لپاره دوامداره هڅې مهمې لاسته راوړنې وبللې او وې ویل، دا ښیي افغانستان د پرمختګ پر یو ښه مسیر روان دی.
نوموړي د سیمې او نړۍ له اکثریت هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت ښه تعامل ته په اشارې زیاته کړه، اوزبیکستان په نړیواله سطحه د افغانستان حکومت او خلکو حمایت کړی او ورته به دوام ورکړي.
ښاغلي سعیدوف د محمد بن اسماعیل امام البخاري رح د زیارت بیارغاونې لپاره د ځانګړې پاملرنې له امله د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا نه یوازې د اوزبیکستان او افغانستان، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ ځای دی.
نوموړي وویل، تر اوسه د اوزبیکستان او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ له سلو څخه زیاتو پلاويو تګ راتګ کړی دی او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ پیاوړې اړیکي ښیي، هیله ده په راتلونکې کې هم دوام وکړي
ښاغلي سعیدوف د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند ته یې اوزبیکستان هېواد ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.
ورپسې ملا محمد حسن اخوند د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د نیکو او ښو اړیکو یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې دغه اړیکي په راتلونکي کې نورې هم پیاوړې شي.
رییسالوزرا وویل، اوزبیکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له لومړی څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره ښه همکار پاتې شوی دی او موږ د اقتصادي مشترکاتو ترڅنګ نور معنوي مشترکات هم لرو.
نوموړي له اوزبیکستان سره نیکو او پیاوړو اړیکو ته په اشارې زیاته کړه، اوزبیکستان پوهېدلی چې ستونزې په تګ راتګ او تفاهم حل کېږي او له همدې امله یې اسلامي امارت سره نیک تعامل غوره کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر له لارې د اوزبیکستان جمهوررییس شوکت میرضیایوف ته خپلې نیکې هیلې او سلامونه وړاندې کړل او وې ویل، الله تعالی دې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ورورولي او همکاري دوامداره او پیاوړې ولري.

