ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چارو ادارې د څارنې پلاوي رییس د دایکندي ښاروالۍ وضعیت څېړنې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی

د چارو ادارې د څارنې پلاوي رییس عبدالحلیم دوست او مل پلاوو یې د دایکندي له والی امین الله عبید سره لیدنه کړې.

عبدالحليم دوست دايکندي ته د دوى د سفر موخه د ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کې د اداري، مالي او لوژستيکي وضعيت څېړل بللي او ویلي يي دي، چې دغه پلاوى به ستونزې د شته حقايقو پر بنسټ وڅېړي او د حل لپاره به یې مرکز ته راپور ورکړي.

 د دایکندي والي د پلاوي راتګ دایکندي ته یو ښه اقدام بللی او ویلي يي دي، هیله لري چې ستاسو په راتګ سره به د ښاروالۍ ځینې ستونزې هوارې او د ښاروالۍ مالي او اداري وضعیت به ښه شي. 

نوموړي زیاته کړې، د پلټنې یوه ګټه دا ده چې ستونزې او ننګونې په نښه کوي او ورته د حل لار پیدا کوي.

 ښاغلي عبید هیله څرګنده کړې، چې پلاوی به د دایکندي ولایت ځینې نیمګړتیاوې او ستونزې د حل په موخه مرکز ته وړاندې کړي.