د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کابل کې د سیاسي مشورتي درې اړخیزه غونډه وکړه.
دغه غونډه د ټرانس-افغان د اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې د هوکړهلیک له لاسلیک مخکې ترسره شوه.
درې واړو هېوادونو په دې غونډه کې د قوي اړیکو تر څنګ په سیمهییز ثبات، اقتصادي نښلون او د ګډې سوداګرۍ په پراختیا ټینګار کړی.
ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د دوامداره همکاریو له لارې د سیمې له بالقوه ظرفیت څخه پوره استفاده وشي تر څو د سیمې د ولسونو د دایمي هوساینې لامل شي.
د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وویلي، د ټرانس افغان پروژه نه یوازې سیمهییز اتصال پیاوړی کوي، بلکې د درې واړو هېوادونو ګډې ګټې تأمینوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ګډې ګټې، ګډ مسؤلیتونه را منځ ته کوي، او دا مسؤلیتونه یوازې د صادقانه، دوامداره او ګډ کار له لارې تر سره کېدای شي.
د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه، چې حکومتونه یې په افغانستان کې د تلپاتي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سمیهییز اتصال د پروژو بشپړ ملاتړ کوي.
د هغوی په وینا، غواړي چې په افغانستان کې د سیمې د نښلوونکي هېوادونو محوري رول ولوبوي.
دواړو لوریو یادونه کړې، چې په افغانستان کې راغلی امنیت او ثبات کولای شي د دې هېواد او سیمې ګډې ګټې تأمینې کړي.
په پای کې د درې واړو هېوادنو تر منځ د درې اړخیز سیاسي مشاورت په دوام ټینګار وشو.

