ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۹۶ ميلیونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه روغتون د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د بیات بنسټ رییس ډاکټر احسان الله بیات او د مختلفو ادارو استازو په شتون کې پرانیستل شوی او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یاد روغتون د جوړېدو له امله له ښاغلي بیات څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ دغه ودانۍ د ۲۹۶ مېلیونه افغانیو په لګښت په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې ده، چې د میندو او ماشومانو درملنه به په کې ترسره شي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده؛ اوس د بل هر وخت په پرتله په هېواد کې دننه ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره شوې، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د هېوادوالو د خدمت جوګه وګرځي.

د عامې روغتیا وزیر د دغه روغتون جوړېدل په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچې د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام بللی او د مور او ماشوم مړینې د کچې راټيټولو، معیاري روغتیايي خدماتو ته د ټولو هېوادوالو لاسرسی او د هېواد په سپینو ساحاتو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مراکزو د جوړولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي.

ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ د مسلکي او متخصصو کسانو ګمارل د لومړنیو، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والی، د روغتیايي کارکوونکو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول، د لنډمهاله او اوږد مهاله کړنلارو او ستراتېژیک پلانونو جوړول او د روغتونونو ارتقا له هغه مواردو څخه دي، چې عملا کار پرې جریان لري.

د مور او ماشوم روغتون ۸۴ بسترونه لري، ۶۰ بسترونه یې د میندو او ۲۴ نور بسترونه یې د ماشومانو لپاره دي.

 یاد روغتون په عصري طبي وسایلو سمبال دی، چې د بیات بنسټ له لوري په څلورو پوړونو کې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په انګړ کې جوړ او پرانیستل شوی دی.