ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1147

کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په امامت د اختر لمونځ ادا شو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې نن د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د کوچني اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په امامت ادا شو.
د اختر په لمانځه کې د کندهار والي حاجي ملا شیرین اخوند ، د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک ترڅنګ لوړ پوړو مسولینو، د کندهار د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسوولینو او په زرګونه هېوادوالو پکښي ګډون درلود.
هېواد والو د امنیت له تامین څخه خوښي ښودلې او ویلي يې دي؛ سږنې اختر د نور اخترونو پرتله له خوښیو ډک اختر دی، خلک د امن په فضا کې د اختر خوشالۍ لمانځي.
دوی وایي؛ اسلامي امارت امنیتي ځواکونو ولس ته د نیکمرغه کمکي اختر تر لمونځ مخکې د هېواد په ګوت ګوټ کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
په ورته وخت کې امنيتي چارواکو ويلي؛ زموږ خوښي همدا ده چې مومن ولس مو د اختر دا خوښي د یوه سوچه او سپېڅلي اسلامي نظام تر چتر لاندې په هوسا او ارامه فضاء کې ونمانځي.
کابل او نورو ولایتونو کې هم خلکو د اختر لمونځ له هر راز امنیتي پېښو لېرې ادا کړ.

په سپيدار ماڼۍ کې د کوچني اختر لمونځ ادا شو

د کوچني اختر لمونځ نن سهار، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مقاماتو او په کابل کې د مېشتو بهرنیو دیپلوماتانو او سفیرانو په حضور کې، په په سپيدار ماڼۍ کې ادا شو.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په کابل کې مېشتو یوشمېر سفیرانو او دیپلوماتانو، د کابینې غړو، د اسلامي امارت د بېلابېلو برخو مسؤولینو، علمای کرامو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ټول متدین او مجاهد ولس او اسلامي امت ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د اختر په ورځو کې د خوښیو او خوشحالیو هیله وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اسلامي امارت له امنیتي منسوبینو او موظفینو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د خوشحالۍ ځای دی، چې نن افغان مسلمان ملت په خوښۍ او ارامۍ کې د اختر جشن نمانځي.
نوموړي وویل، چې په افغانستان کې ټولو افغانانو ته د ارامه ژوند کولو زمینه برابره ده او په بهر مېشتو افغانانو یې غږ وکړ، چې افغانستان ته را وګرځي او با عزته ژوند وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر په دې مراسمو کې ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي، له دغو هېوادونو سره دیني، سیاسي او فرهنګي مشترکات لري او اړتیا ده چې د دغو مشترکاتو په پياوړي کولو کې ټول هېوادونه سره په ګډه کار وکړي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې ټول مسؤولین او مجاهدین باید یتیمان او د شهیدانو وارثان باید هېر نه کړي.

اختر ته د اسلامي هېوادونو چمتوالی؛ غزه کې د فلسطینيانو پر کورنو د مرګ څپې او ویر

داسې حال کې چې سبا چهارشنبې نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده خو په غزه کې لا هم جګړه روانه ده او د غزې اوسېدونکو ته تر دې بل ښه اختر نشته، چې سر یې خوندي وي او ګېډې یې مړې وي، خو صهیونست پوځ او نور ملګري یې خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي او نه پرېږدي، چې د غزې خلک یوه لحظه هم د ارام ساه واخلي.
ورته مهال د غزې خان يونس ته ستانه شوي فلسطينيان وايي، پر ښار د مرګ څپې او ویر خپور شوی او ويجاړی دومره زيات دی چې خپل کورونو په کې نشي موندلی.
دغه راز حماس غورځنګ ویلي، چې اسراییلي لوری د دایمي اوربند اراده نه لري.
د دغه غورځنګ یو غړي الجزیرې ته ویلي، چې د اوربند د روانو خبرو پر مهال یې له اسراییلي لوري داسې شرایط ترلاسه کړي، چې د دغې پروسې د بریالیتوب مخه نیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسراییلي ځواکونه له غزې د وتلو اراده نه لري، هغه شرط چې حماس یې اړین بولي او د خبرو پر مهال یې تل غوښتنه کړې چې صهیوسنت پوځ باید غزه پرېږدي.
په غزه کې د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، په دې جګړه کې د سراییلي ځواکونو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نږدې ۳۴ زرو ته رسېدلې دي. چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
دې ویجاړوونکې جګړې د غزې ډېری سیمې په کنډوالو بدلې کړي او نړیوال بنسټونه وايي، هلته بشري وضعیت او لوږه بحراني حالت ته رسېدلې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او د ایران مرستیال سفیر لیدنه؛ د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد کابل کې د ایران له مرستیال سفیر غلام رضا نجاري سره په لیدنه کې ایران مېشتو افغان کډوالو ته د حج فریضې ادا کولو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، په ډله‌ییزه توګه له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي اود هغوی د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
ورته مهال کابل کې د ایران مرستیال سفیر ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د کډوالو ستونزې حل او حج ته تلونکو حاجیانو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د “TOYAR” چینایي شرکت له رییس سره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر لیدنه؛ هېواد کې د خالص مسو د تولید په اړه خبرې شوې

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د مس عینک قراردادي چینایي شرکت له رییس او مل پلاوي سره دیادې کمپنۍ د پرمختګونو او فعالیتونو په اړه خبرې کړي.
د چنیایي شرکت رییس په دغه لیدنه کې د یادې پروژې د پراختیایي کارونو په اړه خبرې کړې او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه یې د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره یو شمېر وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې دي.
ورته‌مهال شیخ شهاب الدین دلاور د چينایي پانګوالو شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټينګښت او پراختيا لامل بللی او د ياد شرکت د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې کړي.
ښاغلي دلاور دغه راز په هېواد کې دننه د مسو پر پروسس ټينګارکړی دی.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر: د واخان سړک لمړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډیر ژر به د چین له سرحد سره وصل شي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر جاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین ترمنځ د ښو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي دي؛ چین یو پر ځان بسیا هېواد دی، چې له ټولو اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښې اړیکې لري.
دغه راز ښاغلي جاو شینګ له واخان څخه د چین تر سرحد پورې د سړک جوړولو پروژې ته په اشارې سره ویلي، چې دغه هېواد د پرمختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ورته مهال په دغه لیدنه کې ملا محمد یونس اخوندزاده د اسلامي امارت سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د چین له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې له واخانه د چین تر سرحد پورې د جوړیدونکي سړک لومړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډیر ژر به د چین له سرحد سره وصل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې “موږ غواړو له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له چین هېواد سره د متقابل درناوي پر اساس ښې اړیکې ولرو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر دغه راز زیاته کړې؛ چې د دغه سړک اساسي رغول د دواړو هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري او د افغانستان، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره لنډه او ګټوره لاره کېداې شي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره همکاریو ټینګار کړی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء


د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۲۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۹/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۶۹) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۶) کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۱) تن بکلوریا سند لرونکی، (۳) تن غریبکار او(۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۷) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۵۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۶) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: نن په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۸۶) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۱۶۲) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۱۳) تنه غریبکار او (۹) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۲۲) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۸) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۲۶۹) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۵۶) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۵۰) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۴۷) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۹۰) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۹۲) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۲۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۰) را ستنو شوو کورنیو سره (۳۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۴۹) کورنۍ، (۴۲۷) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۶۳) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۰۱) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۸۸) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

غزه کې روان وحشت؛ ملګري ملتونه دا جګړه د بشریت ضد او وحشتناکه بولي

پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم د بریدونو او یرغل او په مقابل کې یې د حماس غورځنګ د سرسختې مبارزې شپږ میاشتې پوره شوې، خو لا هم د دغه خونړۍ جګړې د درېدو او پای ته رسېدو لپاره کوټلي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

ملګري ملتونو دا جګړه د بشريت ضد او د غزې د اوسېدونکو لپاره له عذابه کمه نه ګڼي.

د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال مارټین ګریفټس وايي: “غزه کې جګړه یوه وحشتناک پړاو ته رسېدلي او ډېر وخت وړاندې باید پای ته رسېدلي وای. په غزه کې شپږ میاشتنی جګړه د خلکو لپاره یو عذاب و.”

پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې نږدې ۳۴ زره فلسطینیان شهیدان شوي، چې له ۱۳ زره زیات یې ماشومان دي. غزې ته څېرمه لویدیځه غاړه کې هم ۴۵۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د دې ترڅنګ دغزې ۱.۷ میلونه وګړي بې‌ځایه شوي، چې د غزې دنفوس ۷۰ سلنه جوړوي.

په ملګرو ملتونو، نړيوالو بنسټونو او هېوادونو سربېره اسلام امارت د صهیونيستي رژيم تېری د معاصر بشر پر لمن تور داغ بللی او ژر تر ژره یې د درولو غوښتنه کړې ده.

اسرائیلي عسکرو پر غزه د شپږ میاشتني یرغل پر مهال ملکي وګړي، د بشردوستانو مرستو کاروانونه او کارکوونکي، خبریالان، جوماتونه، روغتونونه، د ملکي وګړو استوګنځایونه او ان د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم په نښه کړي دي.

د شمېرو له مخې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د غزې ۵۵.۹ سلنه ودانیو زیان لیدلی، ۶۶ سلنه استونګنیزې ودانۍ او ۹۰ سلنه ښونځي ویجاړ شوي او له ۳۶ روغتونونو یوازې ۱۰ یې دګټې اخیستنې وړ بلل شوي دي.

صهیونیستي رژیم د دې یرغل د درولو لپاره ان د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی تصویب کړی پرېکړلیک، چې په روژه مبارکه میاشت کې د اوربند غوښتنه پکې شوې وه، ونه مانه.

تازه پرون یک شنبه د مصر پلازمینه قاهره کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په اړه خبرې پيل شوې، چې د حماس غورځنګ استازو هم ګډون پکې کړی دی.

یاد مذاکرات د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب پیل شوي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت له بیا حاکميت وروسته په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او د کابينې يو شمېر غړو د ښار او کور جوړولو وزارت له لوري د نيله‌باغ هستوګنيزې پروژې د چارو پيل مراسمو کې ګډون ګډون وکړ.

په پيل کې مولوي عبدالسلام حنفي د دغو مراسمو جوړولو له امله د ښار او کور جوړولو وزارت له رهبري، مسوولينو او کارکوونکو او د چين له (ام سي سي ۱۹) او (ای پي پي آر) شرکت څخه مننه کړې.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت تر بیا حاکميت وروسته هېواد کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي.

دغه‌راز امنیت چې یو لوی الهي نعمت دی تامین شوی، اداري فساد چې په هېواد کې يو بل لوی مصيبت و له منځه وړل شوی، د نشه‌يي توکو کر، قاچاق، سوداګري او استعمال چې افغان ملت، ګاونډيان او د سيمې هېوادونه ترې ځورېدل منع شوي، روږدي راټول شوي او د قوش‌تیپې کانال، حلقوي سړکونو، د نوي کابل پروژې لومړی فاز او همداراز نیله‌باغ پروژه، چې نن يې د کار پيل شاهدان يو، پيل شوې دي.

ښاغلي حنفي زياته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د ګاونډي چين په همکارۍ د ام سي سي ۱۹ او ای پي پي آر شرکت په وسيله نیله‌باغ لويه پروژه، چې په لومړي فاز کې به يې ۱۴۰۰ اپارتمانونه جوړ شي او په اټکلي ډول به په مستقیم او غيرې مستقيم ډول شاوخوا پینځه زره کسانو ته کارموندنه وشي او لګښت يې شاوخوا ۷۱ ميليون ډالر اټکل شوی او د چين له لوري په بلاعوضه ډول جوړېږي.

د رياست الوزرا د اداري مرستيال په وینا؛ دغه پروژه په هېواد کې د نورو انکشافي پروژو د پيل په څېر ده او روان کال به د کورني داخلي خصوصي سکتور او مختلفو هېوادونو د کمپنيو او شرکتونو له لوري په بېلابېلو برخو کې افغانستان کې زياته پانګونه وشي او اسلامي امارت پانګه‌والو ته ټولې اړینې اسانتياوې برابروي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې اسلامي امارت د سيمې او له سيمې هاخوا ټولو هيوادونو سره د نيکو اړيکو غوښتونکی دی څرګنده کړې، چې د افغانستان له لوري به ګاونډيو او له سيمې هاخوا هېوادونو ته هېڅ ګواښ پېښ نشي او په ځانګړي ډول چين ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت به تل د واحد چين د پاليسۍ ملاتړی وي.

دغه‌راز هیله یې ښودلې، چې افغانستان د مختلفو دهليزونو له لارې د يو کمربند او يوه لار لويې پروژې او په ځانګړي ډول د بدخشان واخان سره وصل شي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړې؛ هيله لرو د افغانستان او چين اړیکې لا زياتې پراخې شي او له دې لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو، اروپا او ايران ته سوداګريزه راکړه ورکړه وشي، په دې ساحه کې په اساسي ډول ريل پټلۍ او سړکونه جوړ شي او د دې سيمې ملتونه له يو بل سره په سوله ییز ډول ژوند ولري او د يو بل له پرمختګ څخه استفاده وکړي.

د نیله‌باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۹ مه نېټه د نیله‌باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند د نيله‌باغ هستوګنیزې پروژې د چارو پيل د هېواد د ابادۍ په برخه کې مهم پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نورو زېربناوو تر څنګ د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، چې د نوي کابل د لمړي فاز دویمه برخه او یوشمېر نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد اوسنی وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب بللي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ سکټورونو ترڅنګ د ودانیزو پروژو په برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

محترم ملا صاحب د چین ولسي جمهوریت څخه د نیله‌باغ هستوګنیزې پروژې د عملي چارو پیلولو له امله مننه کړې او له دوی څخه یې غوښتي، چې له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي هېواد په توګه د سیمه‌ییز اتصال غوندې مهمو مسایلو کې هم په مشترکه او همغږې توګه کار وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د چین له حکومت او پانګوالو غوښتي، تر څو افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي، چې په دې سره به د کابل او بیجینګ ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.

نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ څخه غوښتي، چې په پلازمېنه کابل کې د تعمیراتي چارو ستونزو ته رسېدنه وکړي او اجازه ورکړي، چې ودانیز کارونه پیل شي، تر څو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره او زېربنایي صنعت پرمختګ وکړي.

د نیله‌باغ هستوګنیزه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته جوړېږي، چې شاوخوا ۷۱ میلیون ډالره لګښت پرې راځي.

په دغه پروژه کې ۱۴۰۰ هستوګنیز کورونه په ۵۶ بلاکونو کې په نظر کې نیول شوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې به یې د جوړېدو چارې په ۳ کلونو کې بشپړې شي.